د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د ډالري حسابونو څخه د اوونیزو پیسو ایستلو اندازه له دوه زرو ډالرو څخه پنځه زره ډالرو ته لوړه کړه.
دغه بانک تېره اوونۍ هم د افغانيو حسابونو څخه د اوونیزو پیسو ایستلو اندازه له ۱۵۰ زرو څخه ۳۵۰ زرو افغانیو ته لوړه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنېدو له بیا راتګ وروسته، مرکزي بانک پر خپلو بانک حسابونو د پیسو ایستلو باندې ځینې محدودیتونه وضع کړي وو.
خو یو شمېر ښاریان وایي چې لاهم له دې محدودیتونو سره مخ دي او غواړي چې دغه محدودیتونه په بشپړ ډول لېرې کړل شي.
