امنیت

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کابل ته راورسېد

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي نن یکشنبه له غرمې وروسته کابل ته راورسېد.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په وینا، ټاکل شوې ده چې ښاغلی نقوي له سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره، وګوري.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې تېرې اوونۍ هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د درې‌اړخیزې ناستې لپاره کابل ته راغلی و.