د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي چې تېره ورځ (سهشنبه، د زمري ۲۱مه) له ایران او پاکستان څخه ۱۱۲۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور له مخې، په دغه موده کې، له ایران څخه ۸۹۳ او له پاکستانه ۲۳۵ کورنۍ افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو په وینا، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۵۰، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۷۴ او هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنۍ راغلي دي.
همداراز، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۷۳ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۷۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د ایران او پاکستان څخه د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې د له دوو میلیونو ډېر کډوالو له ستنېدو سره، یونیسف خبرداری ورکړی چې دا بېړنی او بېپلانه بهیر، چې کافي ملاتړ نه لري، کولی شي په افغانستان کې د یوې نوې بشري کړکېچ لامل شي او د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
له ایران او پاکستانه د کډوالو د ډله ییزې ایستنې په اړه د اندېښنو په منځ کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې له نیم میلیون ډېر کډوال ماشومان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق اجرایوي مرستیال وايي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د راستنېدونکو نجونو لپاره ترټولو لویه اندېښنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې بندیز دی.
