د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو کلني راپور کې، د یوناما، رسنیو او نورو سرچینو په حواله ویلي چې طالبانو په دې موده کې د خبریالانو او لاریونکوونکو پر وړاندې له زوره کار اخیستی، سیاسي بحثونه او مخالفتونه یې ځپلـي دي او دغو اقدامونو پر مدني ټولنې ډېر منفي اغېز کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په تېر میلادي کال کې د طالبانو پر وړاندې عامه نیوکه — که د افرادو له لوري وي او که د ډلو لهخوا، تر ډېره غلی پاتې شوې ده. عامه ویناګانې، که آنلاین وې او که حضوري، د طالبانو د غړو تر پراخ څار لاندې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې همداراز ویلي چې د طالبانو غړو ډېری وخت د خلکو شخصي موبایل ټلیفونونه او برېښنايي وسایل نیولي او پلټلي دي، څو د دوی پر ضد نیوکه، د نورو هېوادونو سره تړاو یا د خپلو فرمانونو احتمالي سرغړونه پیدا کړي.
راپور زیاتوي چې داسې موارد هم شته چې طالبانو د کورنۍ نارینه غړي د خپلو ښځینه خپلوانو د کړنو مسوول بللي، حتا که علت یې د طالبانو پر ضد نیوکه وه. په راپور کې ټینګار شوی چې طالبانو په انتخابي ډول د انټرنېټ لاسرسی محدود کړی او ځینې وېبپاڼې یې تړلې دي.
په راپور کې د یوناما، رسنیو او نورو سرچینو په حواله راغلي چې طالبانو په هغو سیمو کې چې مخالفین یې فعال وو، یا هم له له سیاسي اختلافونو وروسته، انټرنېټ بند کړی یا یې سرعت ډېر کم کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د بیان ازادي، په ګډون د رسنیو، تضمین کړی؛ خو طالبانو دې حق ته درناوی ونه کړ.
که څه هم طالبانو په خپلو عامه اعلامیو کې ویلي چې د رسنیو ملاتړ به دوام ولري، خو د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې یو لړ فرمانونه د بیان ازادي، په ځانګړي ډول د مطبوعاتو او نورو رسنیو لپاره، په پراخه کچه محدوده کړه.
طالبان د جبري تري تم کېدو پړه پر غاړه لري
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ، اوچا راپور او همدارنګه د بشري حقونو د څار بنسټ موندنې په حواله ویلي چې طالبان د «جبري تري تم کېدو» مسوول دي.
دغه وزارت وايي د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د خپلسري نیونو مخنیوی کوي او هر کس ته یې دا حق ورکړی چې د خپلې نیونې د قانونيوالي پر وړاندې په محکمه کې اعتراض وکړي؛ خو طالبانو په عمومي ډول دا شرطونه نه دي مراعت کړي.
د دغه وزارت په وینا، طالبانو تېر کال ډېری وګړي بې له دې چې واضح قانوني دلیل ولري او یا د قانوني ملاتړ مادي او اجرایي اصولو ته پام وکړي، «خپلسري» نیولي دي.
طالبانو د خلکو پر وړاندې ظالمانه و تحقیرآمیز چلند کړی
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې راغلي، چې طالبانو په دې موده کې د افغان وګړو پر وړاندې«ظالمانه، غیرانساني او تحقیرآمیز چلند» کړی دی او د طالبانو او د داعش خراسان ډلې له لوري د شدیدو فزیکي ځورونو په اړه ګڼ شمېر راپورونه ثبت شوي دي.
په راپور کې راغلي چې یوناما د تېر کال د جنورۍ له میاشتې تر جون پورې د طالبان لهخوا د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۰ د فزیکي ځورونې او ناوړه چلند پېښې مستندې کړې دي.
راپور ټینګار کوي چې تېر کال د طالبانو په پولیسو او نورو ځواکونو کې له مجازاته د معافیت ستونزه جدي وه.
همداراز په راپور کې راغلي چې طالبانو تر اوسه د ناوړه ګټه اخیستنې او وژنو د څېړلو لپاره کوم رسمي ځواب ویونکی سیسټم نه دی جوړ کړی او دوی هېڅ خپلواک بنسټ ته اجازه نه ده ورکړې چې د دغو ناوړه کړنو او وژنو په اړه په افغانستان کې څېړنه وکړي.
