په تېره یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه ۱زرو ۵۷۶ افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې ۱ زره او ۲۹۶ کورنۍ له ایرانه او ۲۸۰ کورنۍ له پاکستانه راستنې شوې دي.
د راپور په وینا، د ننګرهار د تورخم له لارې۴۲، د قندهار له لارې ۳۸ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې يوه، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۶۳ کورنۍ او د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳۲ هېواد ته راستنې شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر، احمد معصومي فر، ویلي چې په ایران کې د افغان کډوال د وتلو نېټه د وږي تر ۱۵ پورې تمدید شوی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي معصومي فر ویلي، که چېرې تر دې نېټې وروسته هم هغه افغان کډوالو چې قانوني اسناد نه لري له ایرانه ونه وځي، نو دوی به د «اقامت جریمه» پرې کړي.
نوموړي د دغې ضربالاجل تمدید د دلیل په توګه «د اساسي زېربناوو نه شتون او د هوا تودوخې» ته اشاره کړې ده.
هغه دا هم څرګنده کړې چې هغه افغان وګړي چې د قانوني لارو له لارې ایران ته داخلېږي، کولای شي خپل اقامت ته دوام ورکړي.
