د بشرپالو چارو یوه نړیواله ناحکومتي مؤسسه، میرسی کورپس، خبرداری ورکړی چې د افغانستان پلازمېنه کابل د بشپړ وچکالۍ له خطر سره مخ ده.
دا لومړی ځل دی چې د نړۍ یوه عصري پلازمېنه د وچېدو تر دې بریده رسېږي.
د میرسی کورپس د افغانستان د پروګرامونو مشرې، ماریانا فون زان، د «سیانان» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي: «دا یوازې د اوبو ستونزه نه ده، بلکې یوه روغتیایي، اقتصادي او بشري بیړنۍ وضعه ده چې ټول په یوه وخت او ځای کې رامنځته شوي دي.»
د یادې مؤسسې د معلوماتو له مخې، د نفوس چټک زیاتوالی، اقلیمي بدلونونه، او د ځمکې لاندې اوبو بېدرېغه ایستنه د دې لامل شوي چې د کابل شاوخوا نیمايي څاګانې وچې شي او د زیرمو سطحه بېسارې راټیټه شي.
د راپورونو له مخې، اوس په زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او اړ دي چې له ګرانو قېمتونو سره اوبه له ټانکرونو وپېري. یوه اوسېدونکې، راحله، «سیانان» ته ویلي: «موږ اصلاً پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی نه لرو. د اوبو کمښت زموږ پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی، او موږ سخت اندېښمن یو. هیله لرو بارانونه وشي، خو که وضعیت لا پسې خراب شي، نه پوهېږو څنګه به ژوندي پاتې شو.»
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که عاجلې حللارې ونه لټول شي، دا بحران به نه یوازې د کابل اقتصادي نظام ته درنه ضربه ورسوي، بلکې بشري ناورین به هم رامنځته کړي.
