د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ یو شمېر کروندګر وايي چې د طالبانو او همکارو موسسو د ملاتړ نشتوالي له امله، د دوی کرنه کمه شوې ده.
د کرنیزو اوبو نشتوالی او د لمریزې انرژۍ په کارولو سره د اړتیا وړ کرنیزو اوبو ترلاسه کول د دې ولسوالۍ د کروندګرو له لویو ستونزو څخه دي.
په دې راپور کې، مو د هغو کروندګرو کاروبار انځور کړی چې خپل کرنیز محصولات د هرات-اسلام قلعه د عمومي سړک په اوږدو کې په ټیټه بیه پلوري.
د زنده جان ولسوالۍ د روزنک کلی کروندګر خټکي او هندواڼې د هرات-اسلام قلعه د عمومي سړک په اوږدو کې پلوري.
دوی وايي چې د دې محصولاتو هر کیلو په پنځو افغانیو پلورل کیږي.
یو کروندګر، موسی، وايي: «حالت ښه نه دی، څلور کیلو په شل افغانیو راوړو او په پنځه ویشت افغانیو یې پلورو. په هر څلور کیلو کې موږ ته یوازې پنځه افغانۍ یا دوه افغانۍ ګټه پاتېږي. تاسو ووایاست، آیا زموږ ستونزې به په دې پیسو حل شي؟»
په دې ولسوالۍ کې د کروندګرو لپاره اصلي ننګونه د کافي کرنیزو اوبو نشتوالی دی. دوی وايي که د لمریزې انرژۍ په کارولو سره اوبه ترلاسه نه کړي، نو کرنه به یې ناکامه شي.
عبدالغفور وايي: «که دا سولرونه نه وي، زموږ ستونزه نه حلېږي. د جوې له اوبو موږ ته کوم خیر نه رسي. موږ کروندګر که سولر ولرو، ښه ده، خو که یې ونه لرو، باید خپلې ځمکې بې کښت پرېږدو. کرنه د کروندګر په وس پورې اړه لري؛ که وس ولري، نو کولای شي سولر برابر کړي.»
د زنده جان ولسوالۍ ځینې کروندګر د هرات په بازارونو کې د بې کیفیته کرنیزو کیمیاوي توکو له شتون شکایت کوي او وايي چې طالبان د کرنیزو کیمیاوي توکو په بازار کنټرول نه لري. د سړو خونو، د کافي کورني بازار، د کورنیو محصولاتو د پلورلو لپاره د سیمه ییزو بازارونو نشتوالی، د اوبو او کیمیاوي سرې لوړه بیه، او د طالبانو او ادارو د ملاتړ نشتوالی هغه لویې ننګونې دي چې کروندګر یې یادونه کوي.