سویلي آسیا

د پاکستان پوځ: د افغانستان پر پوله په بریدونو کې د ټي‌ټي‌پي او بلوچ غورځنګ ۵۰ غړي وژل شوي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې د افغانستان پر پوله د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د بلوچ د بیلتون غوښتونکي غورځنګ ۵۰ غړي وژل شوي دي.

د پوځ په وینا، دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد په سوېل لوېدیځ بلوچستان کې د افغانستان له پولې سره پر ځینو سیمو پیل شوي او څلور ورځې یې دوام کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې خپلواکو شنونوک او وسلوالو ډلو ویلي، د پاکستان پوځ عموماً د وسلوالو د تلفات شمېر ډېر ښيي. پوځ دا تورونه تل رد کړي دي.