منځنی ختیځ

سوري ځواکونه د اسراییلو ګواښونو سره سره د سوېدا ښار ته د بیا ځای پر ځای کېدو تیاری نیسي

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د سوېدا ښار ته، چې زیاتره وګړي یې له دروزي اقلیت څخه دي، د بیا ځای پر ځای کېدو چمتووالی نیسي.

دا چاره د سوریې په سویلي سیمه کې لا هم نازک اوربند نور هم له خطر سره مخ کوي.

د چهارشنبې په ورځ یو لنډمهالی اوربند اعلان شو، چې څو ورځې سختې او خونړۍ نښتې یې لنډې کړې. دا نښتې هغه مهال پیل شوې چې د دروزو او بدوین جنګیالیو ترمنځ په سوېدا ولایت کې جګړه وشوه، او سوریایي حکومت سرتېري سیمې ته واستول — چې له امله یې تاوتریخوالی لا زیات شو.

د دغو نښتو له امله اسراییل هم موضوع ته راښکېل شو. اسراییلي چارواکو وویل چې دوی به د سوریې د اسلامپاله رژیم ځواکونه جنوبي سیمې ته پرې نه ږدي، او د سوېدا ولایت، د دفاع وزارت او د دمشق د ولسمشري ماڼۍ ترڅنګ یې پر سوریایي ځواکونو هوايي بریدونه وکړل.

که څه هم د اوربند له اعلان وروسته سوریایي ځواکونه له سوېدا څخه ووتل، خو د پنجشنبې ماښام بیا د دروزي او بدوین جنګیالیو ترمنځ نښتې له سره پیل شوې. دروزیان یو مذهبي اقلیت ګڼل کېږي، چې پیروان یې په لبنان او اسراییل کې هم شته.

د اسراییلي پوځ له لوري د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه کې په سوېدا ولایت کې تازه هوايي بریدونه ترسره شول.

اسراییلو، چې د سوریې نوی واکمن رژیم یې«نیمه پټ جهاديان» بللي، ژمنه کړې چې د سوېدا دروزي ټولنه به له بریدونو خوندي ساتي. دا دریځ د اسراییل د خپل دروزي اقلیت له خوا هم ملاتړ شوی.