د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغان ماشومانو د خوړو له فقر څخه د خلاصون په موخه یو نوی پروګرام پیل کړی، چې د برېټانیا له لوري ملاتړ کېږي.
یونیسف په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ماشومان له یوه خاموش خو خطرناک تغذیېز بحران سره مخ دي.
د دغه بنسټ په وینا، د ماشومانو د خوړو فقر د دغه بحران یو له اساسي لاملونو څخه دی. د افغانستان نیمايي واړه ماشومان له شدید خوړو فقر سره ژوند کوي.
د یونیسف په وینا، دا وضعیت د دې لامل شوی چې له ۳.۵ میلیونه څخه ډېر ماشومان د شدیدې لاغرتیا سره مخ شي. همداراز، نیمايي ماشومان طبیعي رشد نه لري.
یونیسف وايي، تر دې دمه تمرکز زیاتره د درملنې پر خدماتو و، خو د ماشومانو د ژوند په لومړیو دوو کلونو کې د تغذیې رول له پامه غورځول شوی دی.
له همدې امله، په خوړو کې پانګونه د ماشومانو د تغذیې اړتیاوې نه شي پوره کولی.
د دې بحران د مقابلې لپاره، یونیسف افغانستان د برېتانیا له حکومت سره په همکارۍ د “لومړنی خوراک” په نوم پروګرام پیل کړی دی.
دا پروګرام د کورنیو او محلي خوړو تولید او مصرف ته وده ورکوي.
همداراز، هڅه کېږي چې ښځې او ځوانان د مغذي خوړو د کر او پخلي مهارتونه زده کړي.
په دې طرحه کې به داسې ادارې لکه د خوړو نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د آسیا پرمختیایي بانک او نور کورني او نړیوال بنسټونه همکاري ولري.
د “لومړنی خوراک” پروګرام به له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې تطبیق شي او د خوړو، روغتیا، اوبو، تعلیم او ټولنیز ملاتړ برخې به سره ونښلوي.
یونیسف له ټولو بنسټونو، مرسته کوونکو او حکومتونو غوښتي چې د دغه پروګرام ملاتړ وکړي، څو د افغانستان ټول ماشومان سالمو او مغذي خوړو ته لاسرسی ولري.
