سیاست

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته را ورسېد.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې دغه پلاوی به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

 په پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر محمد حنیف عباسي هم شامل دي.

نن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف هم په دغه درې‌اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد.

 له دې مخکې درې واړه خواوې د وری ۱۴۰۲ کال په اسلام‌‎آباد کې خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره کړې وه، او د وری ۱۴۰۴ کال کې په کابل کې یوه درې اړخیزه ناسته او همدارنګه په هماغه میاشت کې په پکن کې بله درې اړخیزه ناسته شوې ده.