سیاست

پاکستان: په شپږمه درې‌اړخیزه ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار وشو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان، طالبانو او چین د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې‌اړخیزه ناسته په کابل کې جوړه شوه چې تمرکز یې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې درې واړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه.

د اسلام‌اباد د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه‌ییز پرمختګ، روغتیا، زده‌کړو، کلتور او د نشه‌يي موادو د قاچاق پر ضد د همکاریو د پراخولو هوکړه هم وشوه.

خواوو پرېکړه وکړه چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز به تر افغانستان وغځول شي.

په ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیه کې ویلي چې دا ناسته د درې هېوادونو ترمنځ د «عملی او متمرکزو همکاریو د پراخېدو فرصت» و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د طالبانو بهرنۍ تګلاره پر اقتصاد متمرکزه ده او موخه یې دا ده چې افغانستان د «سیمې د اقتصادي نښلونې څلورلارې» ته واوړي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې په سوداګرۍ، پانګونه او د سیمه‌ییز اتصال په پروژو کې پرمختګونه شوي چې دا د «یاد دریځ څرګندې پایلې» دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د خپل هېواد اړیکې له طالبانو سره «د پراختیا په حال کې» وبللې او د اسلام‌اباد او کابل د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړوالی د سفیرانو تر سطحې ته یې «مثبته لاسته راوړنه» وښوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د کابل ناسته «مهمه» یاده کړه او وویل چې دا درې‌اړخیز چوکاټ کولای شي د متقابلو همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړي. نوموړي هیله وښوده چې د طالبانو او پاکستان اړیکې به لا ډېرې ښه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، درې واړو لورو پرېکړه وکړه چې دغه خبرې به دوام وکړي او سیمه‌ییزې همکارۍ به په بېلابېلو برخو کې پراخې شي.