د سمنگان امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یوې ټرافیکي پېښې او د موټر د اورلګېدنې په پایله کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ (د زمري ۳۱مه) له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د «کرولا» ډوله موټر د حضرت سلطان ولسوالۍ څخه د ایبک ښار پر لور روان و او د لرغان کلي په مربوطاتو کې له عمومي سړک څخه منحرف شو او له یوې ونې سره وجنګېد. د ټکر په پایله کې موټر اور واخیست.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، د اور وژنې او ټرافیکو ډلې په بیړه د پېښې ځای ته رسېدلې، اور یې مړ کړی او ټپیان یې د سمنگان ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.
د روغتیايي مسوولینو په وینا، د ټپیانو له ډلې د دوو کسانو حالت نازک دی او هغوی له لومړنۍ درملنې وروسته د امبولانس له لارې د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
