د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۳۱ – د ۸ بجو خبرونه

طالبانو؛ تېره شپه کابل کې د پروان هوټل ته نږدې، یوه ډله نورې ښځې نیولې دي.

سرچینې آمو ته وایي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د کابل د یوولسمې حوزې شا او خوا څو ښځې ونیولې او د امنیتي حوزو مرکزونو ته یې له ځان سره وړې دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د دغو ښځو له کورنیو شل زره افغانۍ غوښتي او ویلي یې دي چې دوی باید یوه شپه په توقیف کې پاتې شي.

سرچینې زیاتوي، چې ی شمېر نیول شوې ښځې نن سهار خوشې شوی دي، خو یو شمېر نور یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د پېښې عیني شاهدان بیا وايي، که څه هم نیول شویو ښځو د طالبانو د خوښې حجاب رعایت کړی و، خو بیا هم ونیول شوې.

د یادونې ده، چې په تېره یوه میاشت کې، د طالبانو د امر بالمعروف څارونکو په کابل کې ډېر شمېر ښځې نیولې دي او امنیتي حوزو ته یې تر سپارلو وروسته بېرته خوشې کړې دي.