د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي نن چهارشنبه د طالبانو او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزې ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد.
دا د درې واړو لورو ترمنځ شپږمه درې اړخیزه ناسته ده. د دغه سفر پر مهال د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم د وانګ يي ملګرتیا کوي.
ړ ناستې له ترسره کېدو وړاندې، د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې «په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو» په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، متقي په دې لیدنه کې له چین سره اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او چین یې د افغانستان مهم سوداګریز شریک یاد کړی دی.
هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
متقي همدارنګه غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ګډې دولتي کمیسیونونه غونډې وکړي څو تخنیکي او اقتصادي موضوعات تعقیب او همکارۍ پراخې شي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به «هیڅکله د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده نهشي.»
په خبرپاڼه کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي چې د دواړو لورو اړوند ادارې هڅه کوي څو د افغانستان صادرات چین ته ډېر شي.
نوموړي همدارنګه هیله څرګنده کړې چې افغانستان په رسمي ډول د چین د سترې پروژې «کمربند او لاره» سره یوځای شي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د سروې او د معادن د امکانسنجۍ په برخه کې د همکارۍ پراختیا ته لیواله دی او نیت لري چې د روان میلادي کال په ترڅ کې د معادن د عملي استخراج لړۍ پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، وانګ ژمنه کړې چې «چین به له افغانستان سره خپل سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نهدي خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم نن چهارشنبه د درې اړخیزې ناستې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
