د طالبانو تر ادارې لاندې د بلخ امنیه قوماندانۍ ادعا کړې چې تېر ماښام یې درې تنه د وسلهوالې غلا په تور وژلي دي.
د طالبانو په وینا، دا پېښه د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو کسانو غوښتل یو کور ته د غلا په موخه ننوزي، خو د لنډ مقاومت وروسته درې واړه وژل شوي دي.
طالبان زیاتوي چې یو بل تن له سیمې تښتېدلی دی.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو له منځه دوه میل ټوپکونه، یو میل مسلسل او یوه موټرسایکل هم ضبط شوې ده.
