امنیت د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

د بحران نړیواله ډله: د طالبانو سخت دریځي داعش ته د خلکو د ورګډېدو لامل شوې

د بحران نړیوالې ډلې، په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش له نظامي کمزورتیا سره سره، دغه ډله لا هم د یوه نړیوال او پيچلي ګواښ په توګه پر خپل ځای پاتې دی.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې د سلفیانو او قومي لږکیو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه سیاستونه، لکه نیول کېدل، ځپل او پر دوی هدفي بریدونه، د دې لامل شوی، چې یو شمېر خلک د داعش خراسان څانګې په لیکو کې ورګډ شي.

دغه راپور ټینګار کوي، چې داعش د هدفي تبلیغاتو له لارې، طالبان، «قومي ډله، د چین متحد او د اصلي اسلام مخالفین» یادوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، بیا د دې راپور په ردولو سره، آمو سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې هېواد کې د داعش حضور دوه سلنه دی او په خبره یې، د داعش په اړه ادعاوې او راپورونه، «د مشخصو اهدافو لپاره مغرضانه لویه ښودنه» ده.

د بحران ډلې، په خپل یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش له نظامي کمزورتیا سره سره، دغه ډله لا هم د یوه نړیوال او پېچلي ګواښ په توګه پر خپل ځای پاتې دی.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې د سلفیانو او قومي لږکیو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه سیاستونه، لکه نیول کېدل، ځپل او پر دوی هدفي بریدونه، د دې لامل شوی، چې یو شمېر خلک د داعش خراسان څانګې په لیکو کې ورګډ شي. دغه راپور ټینګار کوي، چې داعش د هدفي تبلیغاتو له لارې، طالبان، «قومي ډله، د چین متحد او د اصلي اسلام مخالفین» یادوي.

د ناورین د نړیوالې ډلې د راپور یوه برخه کې راغلي: «د داعش د څانګو په منځ کې، د داعش خراسان څانګه، له ملي پولو د اوښتو له لیدلوري سره له سرحدونو بهر د برید د وړتیا له امله ځانګړی ځای لري. د دې ډلې قومندانان، لا هم نړیوال اهداف تعقیبوي.»

د بحران نړیوالې ډلې، همداراز خبرداری ورکړی چې داعش اوس له پخوا ډېر د افغانستان له پولو بهر سیمو باندې تمرکز کړی دی، او په تېرو څو کلونو کې یې په ایران، روسیې او پاکستان کې مرګوني او وېرې خپروونکي بریدونه یا طرحه کړي او یا هم د دغو بریدونو الهام ورکونکي پاتې شوې دي.

سربېره پر دې، د داعش خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې پر ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د هیواد پر هزاره او شیعه مذهب وګړو، څو مرګوني او ترهګریز بریدونه ترسره کړې دي. د هېواد اوسېدونکي هم د داعش خراسان او له نورو ترهګریزو ډلو څخه د راپورته شویو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، بیا د دې راپور په ردولو سره، آمو سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې هېواد کې د داعش حضور دوه سلنه دی او په خبره یې، د داعش په اړه ادعاوې او راپورونه، «د مشخصو اهدافو لپاره مغرضانه لویه ښودنه» ده.طالبان په داسې حال کې، د داعش د ګواښونو ادعا ردوي، چې له د مخکې؛ یادې ډلې په هېواد کې د خونړیو بریدونو پړه منلې وه. دغې ډلې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پخواني سرپرست خلیل الرحمن حقاني ترور هم ومانه.