ښځې

د نړیوال جزایي عدالت ورځ؛ ښځې او نجونې د طالبانو د مشر د نیولو حکم د عدالت نوې هیلې ګڼي

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني انځورونه.

یو شمېر ښځې او نجونې وایي، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو حکم، د عدالت د تامین او د دوی د له لاسه تللیو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یوه نوې هیله راټوکولې ده. دغه متن نه یو عنوان ولیکه.

د جولای ۱۷مه، د نړیوال جزایي عدالت له ورځې سره هم مهاله؛ هېواد کې یو شمېر ښځې او نجونې وایي، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو حکم، د عدالت د تامین او د دوی د له لاسه تللیو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یوه نوې هیله راټوکولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې، د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس، عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو حکم صادر کړی و.

نن د چنګاښ ۲۷مه، چې د جولای له ۱۷مې سره برابره ده، د نړیوال جزایي عدالت ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده او د دوی د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني، د نیول کېدو امر ورکړ.

په هېواد مېشتې یو شمېر ښځې او نجونې وايي، چې د نیول کېدو دغه امر، د طالبانو د سیاستونو د زرګونو قربانیانو لپاره، چې ډیری یې ښځې دي، نوې هیلې راولاړې کړې دي.

د دوی په خبره، د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو حکم د عدالت د تامین لپاره یو مهم ګام دی او د جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتې دي، چې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د څنډې ته کولو مسوولین له پامه و نه غورځوي او پر دوی دې بشپړ عدالت پلې کړي.

د بلخ یوې اوسېدونکې آمو ته وویل: «دا حکم یو مهم ګام دی، خو بسنه نه کوي. موږ غواړو چې ټول هغه طالب مشران چې د ښځو د حقونو په نقض، وژنه او شکنجه کې لاس لري، محاکمه شي. زموږ د لورګانو ژوند هره ورځ زموږ د سترګو مخې ته تباه کېږي، موږ یوازې سا اخلو، خو ژوند نه کوو.»

د بلخ یوې بلې اوسېدونکي وویل: «موږ د هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني محاکمه، او هغه ظلم او وحشت چې د دوی له لوري پر افغانستان او د افغانستان پر خلکو روان دی، ژر تر ژره د دې حکم د عملي کېدو غوښتنه کوو، ځکه د دې حکم په پلي کېدو سره به په افغانستان کې ظلم او وحشت ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د نړیوال جزایي عدالت ورځ، هر کال د جولای په ۱۷مه نمانځل کېږي؛ هغه ورځ، چې په ۱۹۹۸م کال کې د رم د اساسنامې د تصویب په یاد کې په نړیواله کلیزه کې ثبت شوه.

دغه تاریخي سند، د ۱۲۰ هېوادونو په لاسلیک سره د جرمونو د نړیوالې محکمې بنسټ یې په رسمي بڼه کېښود، تر څو لویو جنایتونو لکه د نسل وژنې، د بشریت پر ضد جنایتونو او په ټوله نړۍ کې د جنګي جنایتونو پېښو ته رسېدنه وکړي او عاملین یې عدالت ته وړاندې کړي.

خو طالبانو، د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د دوی د مشر د نیول کېدو د حکم د ورکړې له امله وویل، چې دا محکمه دوی په رسمیت نه پېژني.

خو د جرمونو د نړیوالې محکمې وروستی پرېکړه بیا د بشري حقونو د فعالانو او د هېواد د یو شمېر وګړو له تود هرکلي سره مخ شوه. د بشري حقونو فعالان د دغه حکم تر صادرېدو وروسته، ټينګار کوي، چې ژر تر ژره باید طالب مشران ونیول شي.