ښځې

له زده‌کړو پاتې شوې بامیاني نجونې: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څلور کاله زموږ د ژوند تر ټولو سخت وخت و

د ارشیف انځور

د طالبانو د واکمنۍ څلورم کال ته په نېږدې کېدو سره، ډېرې هغه نجونې چې په بامیان ولایت کې له زده‌کړو پاتې شوې دي، وایي چې دا کلونه د دوی د ژوند تر ټولو سخت کلونه وو.

په دې راپور کې، د دریو هغو نجونو ژوند ته کتنه شوې، چې له ښوونځي پاتې شوې دي او په دې موده کې یې د خیاطۍ په کارځایونو او د غاښونو د درملنې په ځایي مرکزونو کې یې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي، څو له یوازني پاتې فرصت څخه، چې له کوره بهر وتل او له ټولنې سره د اړیکو پالل دي، له لاسه ور نه کړي.

دغو نجونو ویلي، چې په دې څلورو کلونو کې نه‌ یوازې د دوی عمر زیات شوی او د زده‌کړې زرین فرصت یې له لاسه ورکړی، بلکې هره ورځ چې تېرېږي، د دوی د راتلونکي هیلې هم مړې کېږي.

اتلس کلنه محدثه، چې غوښتل یې یوه ورځ ډاکټره شي، د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو له تړل کېدو راهیسې، اړه شوې چې د خیاطۍ په یوه کارخونه کې ځان ته یوه مشغولتیا پیدا کړي؛ هغه کار، چې د دې د لېوالتیا خلاف دی او له ناچارۍ یې ورته مخ کړې ده.

له زده کړو محرومه نجلۍ، محدثه: «زما د خوښې مسلک هېڅکله هم خیاطي نه ‌و، خو ځکه چې ښوونځي وتړل شول، اړ شوم چې دې ورکشاپ ته راشم. هیله لرم یوه ورځ ښوونځي بېرته پرانیستل شي څو موږ وکولای شو خپل تعلیم ته دوام ورکړو.»

خو دا یوازې محدثه نه ده، چې له داسې یوه برخلیک سره مخ شوې ده، بلکې د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه نجونې د زده کړو له دوامه محرومې پاتې شوې دي.

د محدثې په څېر، نبیلا بله نجلۍ ده، چې د ښوونځیو د دروازو د بندېدو پر مهال، په اتم ټولګي کې وه، خو اوس د غاښونو د درملنې په یوه مرکز کې په کار بوخته ده. نبیلا وایي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ډېر بدلون موندلی او طالبانو فرمانونو له دوی څخه د ټولنیز او اقتصادي ژوند زرین فرصتونه اخیستې دي.

له زده کړو محرومه نجلۍ، نبیلا، وايي: «زه د ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې وم چې ښوونځي وتړل شول. زه او زما ټولګیوالې دا هیله لرله چې ښوونځی بشپړ کړو او ډاکټرې شو. دا مهال ښوونځي تړلي دي، او زه دا هیله لرم چې بېرته پرانیستل شي او نجونې خپلو هیلو ته ورسېږي.»

له دوه اونیو په کمه موده کې، طالبان د خپلې واکمنۍ د څلور کلنۍ نمانځنې ته چمتو کېږي؛ خو افغانې نجونې وایي، په تېرو څلورو کلونو کې د دوی پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړلي پاتې کېدل نه یوازې دا چې د دوی فردي هیلې یې له منځه وړې دي، بلکې د یوه نسل راتلونکي یې له خطر سره مخ کړې دي.

دغه نجونې همداراز وایي، چې له زده کړو محرومیت، یوازې د دوی د حق حذفول نه دي، بلکې په ټولنه کې د ښځو د پرمختګ، ګډون او پياوړتیا د ریښو له منځه وړل هم دي.