ښځې

د بشري حقونو څار: د طالبانو له‌خوا وروستۍ نیونې د ښځو پر خپلواکۍ «بې‌رحمانه برید» دی

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې لسګونه ښځې او نجونې نیولي دي، ځکه چې ګواکي هغوی د طالبانو د جامو له قواعدو سرغړونه کړې ده. یاد سازمان دا ډول نیونې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر خپلواکۍ «بې‌رحمانه برید» بللی.

په راپور کې راغلي، چې دا ډول اقدامات د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ښځو او نجونو ترمنځ وېره او ډار خپروي.

دا نیونې د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د اګسټ میاشتې د «فحشا او منکراتو» تر نامه لاندې د یوه سخت‌دریځه فرمان د تطبیق برخه بلل شوې، چې له مخې یې ښځې اړې دي، په عام محضر کې خپل ټول بدن، حتا مخونه پټ وساتي.

یوه مېرمن چې نوم یې «سارا» ښودل شوی، دې سازمان ته ویلي: «اوس مهال په افغانستان کې د بد حجاب نوم نه‌شته. مهمه نه ده چې طالبان څومره محدودیتونه لګوي، ښځې او نجونې به بیا هم له کوره وځي، او په خپل حجاب کې به فېشن او رنګ زیاتوي. ښکاري چې دا د طالبانو اصلي ستونزه ده.»

د بشري حقونو د څار سازمان لیکي، د سارا دا ارزونه هم اندېښمنوونکې ده او هم هیله‌منوونکې. دا د طالبانو تر حاکمۍ لاندې د ښځو او نجونو د سخت فشار ښکارندويي کوي، خو دا هم څرګندوي چې ښځې او نجونې په ورځني ژوند کې د نرم مقاومت لارې مومي، له نارینه‌سالارۍ سره چنه وهي، او خپله محدوده خو خپلواکه فضا تر لاسه کوي.

سازمان زیاتوي، طالبان د ښځو پر بدن او هویت کنټرول له لارې غواړي خپل نارینه‌سالار واک پیاوړی کړي، او د جنسیتي اخلاقي واکمن په توګه عمل وکړي، څو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه نورې هم وشړي.

دا یوه برخه ده له هغه پراخ سیستم څخه، چې د افغان ښځو د حقونو فعالان او د ملګرو ملتونو کارپوهان یې «جنسیتي آپارتاید» بولي. له ښځو د کار، زده‌کړې، او ازاد تګ راتګ حقونه اخیستل شوي، او هغوی دې ته اړې شوې چې په کور پاتې شي. هر کله چې ښځې د دغو زن‌ستیزو قوانینو سره د مقابلې هڅه کوي، طالبان نور هم سخت چلند کوي.

راپور زیاتوي، طالبان د «بدحجابي» په نوم ښځې او نجونې نیسي، فزیکي او رواني تاوتریخوالی ورباندې کوي، او موخه یې د ښځو د خپلواکۍ سیستماتیک ختمول او د ښځو بشپړ اطاعت تضمینول دي.

د سارا خور ناهید ویلي: «مهمه نه ده چې چارواکي له کوم تاکتیک یا ځواک څخه کار اخلي، موږ به بیا هم د وتلو لارې پیدا کړو. موږ نشو کولای په کورونو کې بندیان پاتې شو.»

د بشر حقونو د څار سازمان زیاتوي، چې د طالبانو د ظلمونو له ډېرېدو سره سره، نړیواله ټولنه یا چوپه پاتې شوې یا یې داسې اقدامات کړي، چې دا ظلمونه نور هم عادي کړي – لکه د روسیې وروستۍ پرېکړه چې یوازینی هېواد شي چې طالبان په رسمي توګه په رسمیت پېژني.

سازمان ټینګار کوي، هر هغه هېواد چې د ښځو، نجونو او د هغوی د حقونو پروا لري، باید له افغان ښځو سره ودرېږي، او د هغوی له غوښتنو ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول له دې غوښتنې چې «جنسیتي اپارتاید» باید د یوه نړیوال جنایت په توګه وپېژندل شي.