د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې هغه وروستي راپورونه چې وایي د پخواني حکومت له ۲۰۰ څخه ډېر امنیتي ځواکونه او پولیس د طالبانو لهخوا وژل شوي، «تبلیغات» بللي دي.
تر دې وړاندې، د بریټانیا د «ټیلیګراف» ورځپاڼې راپور ورکړی چې له ۲۰۰ ډېر پخواني افغان سرتیري او پولیس د طالبانو لهخوا وژل شوي دي.
دغې ورځپاڼې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو لسګونو غړو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې او دا نوملړ د یوه خپلواکه تحقیقي پلاوي لهخوا راټول شوی دی. راپور ټینګار کوي چې د هغو افغانانو وضعیت ډېر ناوړه دی، چې له بریټانوي او امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و.
راپور زیاتوي، طالبانو ادعا کړې چې د هغو کسانو لېست، چې له بریټانوي ځواکونو سره یې کار کاوه او د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د بریټانیا د دفاع وزارت لهخوا افشا شوی و، دوی ته رسېدلی دی. له هماغه وخت راهیسې، طالبان د دې لېست د شاملو کسانو په لټه کې دي.
خو د طالبانو ویاند وايي چې دوی «دې معلوماتو ته اړتیا نه لري»، ځکه چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو ټول معلومات د ادارو په سیسټمونو او بایومټریک کې ثبت دي، او د خپل مشر د فرمان له مخې، یاد کسان عفوه شوي دي.
مجاهد ادعا کوي چې «تر اوسه هېڅ سند» نه دی وړاندې شوی، چې د پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو یا تعقیب ثبوت ورکړي.
ټیلیګراف بربنډه کړې چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یوه ځانګړې څانګه چې «یرموک ۶۰» نومېږي، د دغو کسانو د پیدا کولو لپاره موظفه شوې ده. خو طالبان تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
راپور وایي چې دا نوملړ هغه کسان پکې شامل دي چې د بریټانیا د دفاع وزارت لهخوا د پناه غوښتنې تر پلان لاندې نوملیکنه شوې وه. دا هغه افغانان دي چې له بریټانوي ځواکونو سره یې کار کړی و او د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته، ټاکل شوې وه چې بریټانیا ته انتقال شي.
خو ټیلیګراف وايي چې له هغه وخت راهیسې، یعنې د پټو معلوماتو له افشا کېدو وروسته، طالبانو تر ۲۰۰ ډېر پخواني سرتیري او پولیس وژلي، او دا شمېرې په یوه دوسیه کې ثبت شوې دي.
