افغانستان

طالبانو د تازه تقاعد شویو ښوونکو محدود معاشونه ورکړي، زرګونه نور متقاعدین لا هم انتظار باسي

د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې دوو مدیرانو او یوه ښوونکي آمو ته ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ځینو هغو متقاعدو ښوونکو معاشونه ورکړي دي چې د ډلې د واکمنۍ پرمهال تقاعد شوي وو.

دا سرچینې ټینګار کوي چې ورکړل شوې پیسې د دوی له اصلي معاشونو څخه ډېرې کمې وې. له دې سره، ځینو متقاعدینو آمو ته ویلي چې دوی په دوامداره ډول د خپلو معاشونو د نه ورکړې په اړه اعتراض کړی او تر اوسه یې کوم واضح ځواب نه دی ترلاسه کړی.

عبدالصبور، یو پخوانی دولتي کارکوونکی چې له څلویښتو کلونو څخه ډیر یې په افغانستان کې خدمت کړی، دې ورځو کې په خالي لاسونو او ناروغ زړه سره ژوند کوي.

هغه، چې د زړه له جدي ستونزو سره مخ دی، وايي، څلور کاله کیږي چې یوه افغانۍ د خپل تقاعد معاش یې نه دی ترلاسه کړی.

عبدالصبور وايي: «زما د زړه دوه رګونه بند وو. ما یې سپرینګ واچاو. د شکر (شوګر) ستونزه هم لرم. دومره پیسې نه لرم چې خپلې دواوې واخلم. د زړه د ناروغۍ لپاره داسې ډول دوا ته اړتیا وي چې تر ژوندی پاتې کېدو پورې باید واخیستل شي. د کور یوه برخه مې کرایه ورکړې ده.»

په دولتي ښوونځیو کې سرچینې آمو ته وايي چې طالبانو د ځینو هغو متقاعدو ښوونکو معاشونه ورکړي دي چې د ډلې د واکمنۍ پرمهال تقاعد شوي وو.

یوې سرچینې آمو ته وویل: «سرچینې: «له ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ پورې، هغه پیسې چې هغوی ګرځولې، بېرته ټولو ته وویشل شول.»

له بلې خوا، یو شمېر متقاعدین تېره ورځ یو ځل بیا د تقاعد صندوق مخې ته د خپلو معاشونو د نه ورکړې په اعتراض کې راټول شوي وو خو طالبانو دوی ته هیڅ ځواب ورنه کړ.