رویټرز د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت د نږدې ۵۰۰ ټنه بیړنیو خوراکي توکو لهمنځهوړلو امر کړی چې د بایدن ادارې لهخوا د افغانستان او پاکستان لپاره اخیستل شوي وو.
د مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لهخوا دغو دوو هېوادونو ته ځانګړي شوي وو.
د راپور له مخې، د دې خوراکي توکو ټول ارزښت نږدې ۷۹۳ زره ډالره اټکل شوی، چې ټاکل شوې وه د دغو دوو هېوادونو له لوږې سره مخ خلکو ته ورکړل شي.
سرچینو ویلي چې دغه ضایع شوي خوراکي توکي به په متحده عربي اماراتو کې به یا وسوځول شي او یا به د کثافاتو په ځای کې ښخ کړل شي. دا اقدام به د امریکا له مالیه ورکونکو څخه ۱۰۰ زره ډالره اضافي لګښت وغواړي.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یوه پخواني چارواکي ویلي، دا توکي د زیات انرژي لرونکي او مغذي غنمو بیسکټونه دي، چې له څو میاشتو راهیسې د دوبۍ په یوه ګدام کې ساتل شوي دي.
رویټرز زیاتوي، د دغو توکو د پای نېټې نږدې کېدو سره، د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې دا توکي له منځه یوسي.
خو یاد پخوانی چارواکی وایي، امکان درلود چې د ټرمپ حکومت د نړیوالې پراختیا ادارې له ختمولو وړاندې، د دې خوراکي توکو له ضایع کېدو مخنیوی شوی وای.
له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یو معمول طرزالعمل له مخې، که خوراکي توکي د ختمېدو نیټې ته ورسېږي، باید له منځه یووړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټیمي بروس، په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «هغه څه چې زه یې پرته له جزئیاتو ویلای شم دا دي چې موږ یو معیاري طرزالعمل لرو، که خوراکي توکي پای ته ورسېږي، موږ یې له منځه وړو. نو راځئ نور معلومات ترلاسه کړو. زه پوهېږم چې د خوراکي توکو د ډول او کیفیت په اړه بحثونه شوي، که دا توکي پای ته رسېدلي وي او که نه، موږ پوهېږو چې دا طرزالعمل څنګه تطبیقېږي، نو په دې اړه به تاسو ته بشپړ ځواب درکړو.»
یاده دې وي، مخکې له دې هم، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوالو مرستو د کمولو په چوکاټ کې، د یو اجرائیوي فرمان له لارې، د نړیوالې پراختیا ادارې د انحلال پرېکړه کړې وه؛ یوه پرېکړه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.
