افغانستان

د طالبانو مشر د خپلو ځینو ادارو او سیمه‌ییزو ارګانونو چارواکي په نويو دندو ګومارلي دي

د طالبانو ویاند وايي چې د دوی مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځینې بدلونونه او نوې ګومارنې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې په «ایکس» خپره شوې، ویلي چې د لوګر ولایت مخکنی والي ضیاء الرحمن مدني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي معین په توګه، د سرحدونو، قومونو او قبائلو چارو وزارت د کوچیانو د سمون چارو مخکنی عمومي رئیس، ګل زرین، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا د معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري مرستیال محمود شاه زاهد، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې د مرستیال په توګه، د کندهار ولایت د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست مخکنی مرستیال، سیدحسن شاه آغا، د چارو ادارې د لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه او د زابل ولایت مخکنی امنیه قومندان، صلاح الدین ایوبي، د لوګر ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزارت مخکنی مشاور قدرت الله امیني، د کابل ولایت د والي د مرستیال په توګه، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ مخکنی ولسوال عبدالحلیم حلیمي، د زابل ولایت د امنیه قومندان په توګه، د کابل ولایت مخکنی مرستیال، محمد یونس مخلص، د کورنیو چارو وزارت د مشاور په توګه او د ارزګان ولایت د استخباراتو مخکنی رئیس جمال الدین وهاج، د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه وټاکل شول.

طالبانو تر دې دمه د یادو بدلونونو د لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو د نږدې څلور کلنې واکمنۍ په موده کې، زیاتره ټاکنې او بدلونونه یوازې د طالبانو غړو ترمنځ د یوه مقام نه بل مقام ته شوي دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر هېوادوال وایي چې طالبان واک او دولتي ادارې تر خپل انحصار لاندې راوستي دي، او له طالب پرته بل چاته د ګډون فرصت نه ورکوي.

همداراز، خلک د بې‌روزګارۍ، بې‌وزلۍ، فقر او اقتصادي ستونزو شکایت لري. یو شمېر یې وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دندو ګوښه شوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.