په کابل کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او دوامداره محدودیتونو وروسته، د پلازمینې په کورني بازارونو کې د «طالبانو لخوا د ټاکل شوي حجاب» یا برقع، چې د چادري په نوم هم پېژندل کیږي، غوښتنه زیاته شوې ده.
د دې سرچینو په وینا، که څه هم ښځو او نجونو د طالبانو د واک ته رسېدو دمخه اسلامي حجاب مراعات کاوه، خو اوس د طالبانو لخوا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځواکونو له ویرې د «طالبانو د خوښې وړ حجاب» مراعاتولو ته اړ شوي دي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ انجینرۍ څخه تر خیاطي ماشین پورې. د دې خیاطۍ کارخونې په هر کونج او څنګ کې، د یوې کورنۍ د اقتصادي څرخ د څرخېدو لپاره یو څرخ ګرځي. د پلازمینې یوه کونج او د خیاطۍ یوه کارخونه.
کابل کې د یوې کارخونې مسوولین ټینګار کوي چې د دوی کاروبار هغومره ښه نه دی لکه څنګه چې پخوا وو.
د خیاطۍ د کارخونې مسؤول، سید صمیم، وايي: «د پخوا په پرتله ډېر بدلون راغلی دی. پخوا چې به و، د یوه حجاب ګنډلو لګښت به ۸۰۰ افغانۍ و، او په ۱۰۰۰ افغانۍ به پلورل کېده، خو اوس که د یوه حجاب ګنډلو لګښت ۸۰۰ افغانۍ وي، په ۸۵۰ یا ۸۳۰ افغانۍ بازار ته خرڅېږي. له دې څخه یوازې د خپلې ورځې د ډوډۍ او ورځنیو اړتیاوو پیسې ترلاسه کوو.»
له بلې خوا، په دې دې کارخونه کې څو تنه په کار بوخت دي، چې دلته د کار کولو له لارې خپلې مالي اړتیاوې او د زده کړې لګښتونه پوره کوي.
دوی ټینګار کوي چې د خیاطۍ کارخونې باید د کورني تولید یو له مهمو بنسټونو څخه وګڼل شي.
کابل کې یو خیاط، فردین، وايي«له هغه عاید څخه چې دلته یې ترلاسه کوم، د خپلې کورنۍ د لګښتونو او زدهکړو مصارف برابروم.»
د خیاطۍ کارکوونکی، مرتضی، وايي: «له دوو کلونو راهیسې په دې فابریکه کې کار کوم. د غرمې مخکې مکتب ته ځم، له غرمې وروسته فابریکې ته راځم او کار کوم. هغه معاش چې اخلم، د زدهکړو لګښت پرې پوره کوم. موږ اووه تنه یوو. پلار مې دومره ښه عاید نه لري چې زما د مکتب فیس پرې ورکړي.»
په ورته وخت کې، په پلازمینه کې ځایي سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او د محدودیتونو او بندیزونو له دوام وروسته، د «طالبانو د خوښې وړ حجاب» یا چادري غوښتنه زیاته شوې ده.
د ځایي سرچینو په وینا، که څه هم په هیواد کې ښځو او نجونو د طالبانو له بیرته راستنیدو دمخه په بشپړ ډول اسلامي حجاب مراعات کاوه، خو اوس د طالبانو لخوا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځواکونو له ویرې د “طالبانو د خوښې وړ حجاب” مراعاتولو ته اړ شوي دي. هغه حجاب چې په برقع یا چادري شهرت لري.
