نیمروز کې د طالبانو د مطبوعاتو دفتر وايي، چې په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۲۲ زره افغان کډوال د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو کډوالو کې ۲۶ زره مجرد کسان او ۲۲ زره کورنۍ شاملې دي.
طالبانو ویلي چې له خپلې بودجې څخه يې راستنېدونکو کډوالو ته نغدي مرستې ورکړي او هغه مهاجرین چې د نورو مرستو مستحق دي، اړوندو مرستندویه ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې له دوام سره هم مهاله، راستنېدونکي کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیمي او تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
ځینې کډوال وايي چې د نورو ستونزو تر څنګ، د ایران له خوا جبري ایستلو د دوی لوڼې د طالبانو له تعلیمي او تحصیلي محدودیتونو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کې، ځینې معترضې ښځې هم له ایرانه د کډوالو د جبري ایستلو غندنه کوي، او وايي چې زرګونه نجونې به د زده کړې له حقه بې برخې شي.