رسنۍ

د طالبانو ادعا: د رسنیو له فعالیت ملاتړ کوو او د بیان ازادۍ ته درناوی لرو

د طالبانو د رییس‌الوزرا د دفتر مشر عبدالواسع د چهارشنبي په ورځ د خپل نظام د لاسته راوړنو په موخه یوه جوړه شوې غونډه کې ادعا وکړه چې دوی د رسنیو له فعالیت ملاتړ کوي او دغه راز د بیان ازادۍ ته درناوی لري.

هغه وویل: «د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته درناوی او د رسنیو د فعالیت ملاتړ، د اسلامي امارت (طالبانو) له ارزښتناکو هڅو څخه دي.»

نوموړی وايي، یو شمېر رسنۍ چې پخوا تړل شوې وې، بېرته یې خپرونې پيل کړي او نوې رسنۍ هم راټوکېدلې دي.

طالبان داسې مهال دغه ادعا کوي چې څو ورځې مخکې دوی رسنیو ته یوه کړنلاره صادره کړه چې له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه.

په دې کړنلاره کې رسنیو او خبریالانو څخه غوښتنه شوې وه چې له دې وروسته د پروګرامونو مېلمانه او بحث موضوع دې له دوی سره شریکه شي او دغه راز شنونکي باید د طالبانو په اړه بشپړ معلومات ولري.په دې کړنلاره کې رسنیو او خبریالانو څخه غوښتنه شوې وه چې له وروسته دې د پروګرامونو مېلمانه او بحث موضوع دې له دوی سره شریکه شي او دغه راز شنونکي باید د طالبانو په اړه بشپړ معلومات ولري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت ښوي دي.

د دغه مرکز په راپور کې راغلي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاؤخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندې ښیي، چې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې په هېواد طالبانو د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ ته په شدت دوام ورکړی.