سیمهییزې سرچینې آمو ته وایي، چې د غلام خان بندر له څو اونیو تړل کېدو وروسته، نن (چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه) بېرته پرانیستل شو.
یاد بندر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي فعالیتونو لپاره مهم ارزښت لري، ١٥ ورځې وړاندې د نامعلومو علتونو له امله تړل شوی و.
د بندر د بېرته پرانیستل کېدو له امله د سیمې سوداګر او عام خلک خوښي ښيي او وایي، چې د تړل کېدو له امله یې د ګڼو ستونزو سره سوداګر مخامخ وه.
تر دې دمه د بندر تړل کېدو او بیا پرانیستل کېدو په اړه پاکستاني لوري رسمي څرګندونې نه دي کړې.
خو د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ریاست ویاند، عابدالله فاروقي وایي، چې د خوست غلامخان بندر لار د بار وړونکو موټرو پر مخ د ۱۵ ورځو تړل کېدو وروسته بېرته خلاصه شوې ده.
یاده لار شاوخوا دوه اونۍ مخکې د پاکستان له لوري تړل شوې وه.
غلام خان بندر د افغانستان یو له مهمو بندرونو څخه دی، چې د پاکستان کراچۍ بندر ته تر ټولو نیږدې شاخوا ١٢٠٠ کیلو متر لار لري، چې د سوداګریزو توکو د لیږد او رالیږد لپاره ارزنه او مهمه لار تمامیږي.
