کډوالي

د کډوالو د حقونو د څار سازمان: پاکستان کې د پي۱ او پي۲ کډوالۍ دوسیو لرونکي کسان له خطر سره مخ دي

د کډوالو د حقونو د څار بنسټ وایي، له هغو افغانو ښځو څخه یې ویډیويي پیغامونه ترلاسه کړي، چې د امریکا د کډوالۍ پي۱ او پي۲ دوسیو لرونکې دي او له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې په پاکستان کې انتظار باسي.

د کډوالو د حقونو د څار بنسټ وایي چې د دغو کسانو «ژوند له خطر سره مخ دی.»

دغه بنسټ د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د هغو افغان ښځو او کورنیو د ژغورنې لپاره، چې د امریکا متحدین بلل کېږي، باید ژر تر ژره د پي۱ او پي۲ دوسیو د ارزونې بهیر بېرته پیل کړي.

یوه افغانه کډواله ښځه، چې ویډیو یې خپره شوې، وایي: «د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته موږ پاکستان ته کډه وکړه، په دې هیله چې زموږ دوسیې به ژر وڅېړل شي. خو له هغه وخته راپدېخوا د بې برخلیکۍ په حالت کې ژوند کوو؛ نه قانوني مرسته لرو، نه د کار حق، او نه هم روغتیایي خدماتو ته لاسرسی. ډېری مو له دوامدارو ګواښونو، د نیول کېدو، زنداني کېدو او شړل کېدو له وېرې سره مخ یو. کورنۍ شړل کېږي، ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي، او ښځې او نجونې په تیاره او ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.»

دغه کډوال چې ځانونه د امریکا متحدین بولي، ټینګار کوي چې دوی د کومې «مرستې» غوښتونکي نه دي، بلکې غواړي هغه ژمنې عملي شي چې دوی ته ورکړل شوې وې.

هغوی وایي: «که موږ خپل ژوند د خطر سره مخ کړی، نو دا ژوند باید بې‌ارزښته ونه ګڼل شي. هره ورځ چې زموږ وضعیت ته پاملرنه نه کېږي، دا د امریکا لپاره هم خطر زیاتوي. موږ د اداري مغلقو بهیرونو او تیارو تر شا هېر شوي یو، حال دا چې زموږ امنیت او کرامت له ګواښ سره مخ دي.»

دوی چې د پي۱ او پي۲ دوسیو کډوالۍ پروګرامونو برخوال دي، له ډونالډ ټرمپ او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د دوی غږ واوري او د دوسیو ارزونه بېرته پيل کړي.

دوی ولسمشر او نړیوالو سازمانونو ته ویلي: «زموږ له کورنیو ساتنه وکړئ. موږ ته دا چانس راکړئ چې خپل ژوند یو ځل بیا په امن کې جوړ کړو.»

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې، د ټرمپ د اجراییوي فرمان له مخې – چې د نړیوالو مرستو د ځنډولو برخه وه – د افغان کډوالو د کډوالس دوسیو پي۱ او پي۲ ارزونه درولې ده.

که څه هم دغه ځنډ په پیل کې د ۹۰ ورځو لپاره ټاکل شوی و، خو نږدې اووه میاشتې تېرې شوې، او تر اوسه پورې نه یواځې دا بهیر نه دی بېرته فعال شوی، بلکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه روښانه دریځ نه دی غوره کړی.