د تعرفو د لوړلو په دوام، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه پرېکړه کړې، چې د اګسټ میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې به د مکسیکو او د اروپایي ټولنې هېوادونو پر وارداتي توکو دېرش سلنه تعرفه ولګوي.
دغه پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوه، چې د تعرفو په سر د امریکا له دغو دوه سترو سوداګریزو شریکانو سره خبرې ناکامې شوې.
ټرامپ په خپلو رسمي لیکونو کې غوښتي چې امریکايي توکو ته دې د دغو هېوادونو په بازارونو کې د بشپړ لاسرسي زمینه برابره شي.
د امریکا د ولسمشر د دغه پرېکړې په غبرګون کې، د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا فون درلاین، خبرداری ورکړی چې دا تعرفې به د عرضې زنځیرونه ګډوډ کړي.
د مکسیکو ولسمشر هم هیله څرګنده کړې چې یوه هوکړه به وشي. تمه ده چې د تعرفو په سر خبرې اترې په راتلونکو اونیو کې بیا هم دوام ومومي.