د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا د طالب مشرانو د نیولو د حکم له صادرېدلو څخه یو ځل بیا هرکلی کړی او دغه پرېکړه یې د جرمونو څخه د معافیت کلتور پر ضد یو مثبت ګام ګڼلی دی.
ښاغلي بنیټ په اکس کې لیکلي، چې دغه پرېکړه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته یو پیاوړی پیغام دی چې دوی لیدل شوي، اورېدل شوي او باور پرې شوی دی.
هغه زیاته کړې: «خوښ یم چې د ملګرو ملتونو له نورو کارپوهانو سره یوځای شوم ترڅو د طالبانو د مشرانو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو امرونه وستایو.»
ښاغلي بنیټ ویلي، چې په دغه برخ کې لاهم ډېر «عمل» ته اړتیا شته.
د جرمونو نړیوالې محکمې مخکې اعلان کړی و چې د دې محکمې د ابتداییې محکمې دویمې څانګې د تیرې سهشنبې په ورځ د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د هغوی د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی او هغه هم د «بشریت ضد جنایتونو» د تورونو له امله.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشران د یوه نړیوال بنسټ لهخوا په رسمي ډول تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.
محکمې ویلي، «قانع کوونکي دلایل» شته چې ښيي هبتالله او عبدالحکیم له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ واک ته رسېدلي، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو زیانمنونکو ډلو پر وړاندې پراخ او منظم جنایتونه ترسره کړي دي.
د محکمې په وینا، دا «جنایتونه» پدې مواردو په ګډون دي: د جنسیت پر بنسټ ځورول، زنداني کول، ربړول، جبري تری تم کول، او له ازادیو او اساسي حقونو څخه منظم محرومیت.
خو طالبانو ویلي، دوی دغه بنسټ ته نه صلاحیت ورکوي او نه یې مشروعیت مني، او دا حکم بېاساسه او بېاغېزې بولي.