بشري حقوق

طالبانو بدخشان کې یو تن ۳۹ دورې وواهه

عکس از آرشیف

طالبانو د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې یو تن د «لواطت» په تور په عام محضر کې دورې وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې دغه کس د دوشنبې په ورځ ۳۹ دورې وهل شوی او په دوه کاله بند هم محکوم شوی دی.

طالبان وايي دغه پرېکړه د شهر بزرګ ولسوالۍ د ابتداییه محکمې له لوري نیول شوې وه او د دوی د سترې محکمې له‌خوا تایید شوې ده.