بشري حقوق

کابل کې د دوبۍ هوټل د واده پر مراسمو د خونړي برید شپږمه کالیزه

کابل په لویدیځ کې د واده پر مراسمو د برید صحنه.

نن، د زمري ۲۶مه، د کابل په لویدیځ کې په دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو د مرګوني برید شپږمه کالیزه ده.

په هغه برید کې، له ۸۰ ډیر کسان ووژل شول او له ۱۸۰ ډیر نور ټپیان شول.

هغه مهال، د افغانستان د وخت ولسمشر د دې برید په غبرګون کې ویلي وو چې طالبان نشي کولی ځان له بریده انکار وکړي.

د کابل په لویدیځ کې د واده پر مراسمو برید د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د ورور احمدالله له وژل کیدو یوه ورځ وروسته وشو.

دا هغه برید دی چې د نارینه وو په سالون کې یې هیڅوک ژوندی پرې نه ښودل. یا ووژل شول یا ټپي شول.

داعش د دې برید مسؤولیت په غاړه واخیست، خو د وخت ولسمشر په طالبانو نیوکه وکړه.

د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۵مه، د هبت الله اخندزاده ورور احمدالله د پاکستان کوټې ښار ته نږدې ووژل شو، او یوه ورځ وروسته، د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۶مه په کابل کې د واده په مراسمو برید وشو. هغه برید چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي وو.

د بشري حقونو فعال، عزت الله بخشي، وايي: «هغه کسان چې پرون یې د بم په وسیله د خلکو ژوند واخیست، نن یې د سیاست او زور له لارې د افغانستان د خلکو انساني کرامت له منځه یووړ.»

ښاغلي غني همدارنګه ویلي دي چې طالبان نشي کولی له دې چاودنې ځان بې‌ګناه وښيي، ځکه هغوی د ترهګرو لپاره زمینه برابره کړې ده.

د هغه برید د قربانیانو ځینې کورنۍ، چې د طالبانو له ویرې نه غواړي هویت یې څرګند شي، غواړي چې د دې پیښې عاملین عدالت ته راکش شي.

له بلې خوا، ځینې ښاریان وايي چې د جمهوري نظام له ړنګیدو دمخه، طالبانو د ځانمرګو بریدونو په واسطه عام خلک وژل، او اوس چې دوی په واک کې دي، د افغانستان راتلونکی تیارې ته بیایي.

د کابل یوه اوسېدونکی وایي: «طالبانو د انتحاري بریدونو په ترسره کولو د ډېرو ملکي خلکو ژوند اخیستی دی، اوس د محدودیتونو په لګولو د افغانستان راتلونکی په نښه کوي څو د افغانستان نسلونه بې‌سواده پاتې شي، او دا به افغانستان ته یوه جدي ستونزه راولاړه کړي.»

د ۱۳۹۸ کال په زمري میاشت کې د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید هغه وخت وشو کله چې طالبانو د قطر په دوحه کې له متحده ایالاتو سره خبرې اترې کولې.

هغه خبرې چې په پای کې یې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړه.