افغانستان

بدخشان کې د یوه ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي دي

په بدخشان ولایت کې د تشکان-کشم پر لویه لاره د یوه ترافیکي پېښه له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، احسان‌الله کامگار، ویلي چې دا پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې چې یو کرولا ډوله موټر له سړک څخه منحرف شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو، چې له واده وروسته د خپل کور پر لور روان وو.