افغانستان

د غزني کروندګر: د اسانتیاوو نشتوالي کرنیز حاصلات کم کړي دي

د غزني ولایت ځینې کروندګر او د رومي بانجانو د شنو خونو څښتنان آمو ته وایي، هغه شنې خونې چې دوی د دې محصول د کرلو لپاره جوړې کړې دي سږ کال یې وده نه ده کړې.

دوی همداراز ټینګار کوي چې ډېری حاصلات د حاصلاتو له فصل څخه مخکې خراب شوي دي.

د شنو خونو څښتنان وايي چې د دوی د میاشتو سخت کار او د هڅو پایلې د ضایع کېدو په حال کې دي. دوی همداراز ټینګار کوي چې ډېری حاصلات د حاصلاتو له فصل څخه مخکې خراب شوي دي.

پر دې سربېره، ځینې نور ټینګار کوي چې د رومي بانجانو یوه سلنه چې راټولېدلی شي د پلور لپاره مناسب بازار نه لري او وایي چې باید د دوی له فعالیتونو ملاتړ وشي؛ هغه ملاتړ چې کروندګرو ته د تخصصي مشورې ورکول او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو په پلورلو کې همکاري پکې شامله ده.

د غزني یو کروندګر کاظم آمو ته وویل: «کېدای شي چې د دې سیمې اوبه او هوا مناسبه نه وي او د کرنې یو متخصص موږ ته معیاري روزنه نه ده راکړې.»

د جبار په نوم یو بل کروندګر هم خپلې ستونزې داسې بیان کړې: «سږ کال زموږ حاصلات ډېر خراب شول، تېر کال زموږ حاصلات ډېر ښه وو، خو سږ کال زموږ حاصلات لږ دي، ما د دې کیمیاوي سرې پیسې تر اوسه نه دي ورکړې چې تاسو یې دلته ګورئ، زه حیران یم چې څه وکړم او راتلونکی به یې څنګه کېږي.»

له دې ټولو سره سره، اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې، په هېواد کې د اقتصادي ننګونو په ځانګړې توګه د بېکارۍ کچې ته په پام سره، د هېواد د کرنې برخې لپاره سمدستي او پراخ ملاتړ کولی شي ځینې نوي کاري فرصتونه رامینځته کړي، له دې مخکې هم ځینو کروندګرو ویلي وو چې دوی د ملاتړ د نشتوالي له امله د کرنې پرېښودو ته اړ شوي دي.