سویلي آسیا

وسلوالو کسانو په بلوچستان کې نهه مسافر تښتولي او وژلي دي

د بلوچستان چارواکي وايي، چې وسله‌والو کسانو لږ تر لږه نهه مسافر چې له کوتې نه لاهور ته روان وو، تښتولي او بیايي په ډزو وژلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ جبهې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا پېښه تېره شپه د بلوچستان په شمال کې د ژوب ښار ته نږدې رامنځته شوې، چیرته چې وسله‌والو بس درولی، مسافران ترې ښکته کړي، او نهه کسان یې په نښه کړي او ځای پر ځای وژلي دي.

د ژوب مرستیال کمیشنر نوید عالم وویل: «دواړو بسونو څخه تښتول شوي نهه کسان وژل شوي، او د دوی مړي ترلاسه شوي دي.»

د بلوچستان د حکومت ویاند، شاهد رند، دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې وسله‌والو په درې بېلابېلو ځایونو؛ کاکټ، مستونګ او سر-دکۍ کې بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه: «راپورونه شته چې یو شمېر مسافر د سر-دکۍ له سیمې څخه تښتول شوي دي.»  د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو د پاتې تښتول شوو کسانو د ژغورلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي.

سرچینې وایي چې دوه بسونه چې پنجاب ته روان وو، د لورالایي او ژوب تر پوله، د «ډب» په نوم ځای ته نږدې د سر-دکۍ په سیمه کې درول شوي دي. وسله‌والو کسانو سړک بند کړی او دواړه بسونه یې درولي دي.

وسله‌والو په بسونو کې دننه تللي، د مسافرو پېژندپاڼې یې کتلي او لس تنه یې له بسونو ښکته کړي دي.

یوه ژغورل شوي مسافر لیویز ته ویلي: «هغوی لس کسان له ځان سره بوتلل — اوه تنه له یوه بس او درې تنه له بل بس څخه. زه نه پوهېږم چې هغوی څه وکړل، خو موږ چې روان وو، ډزې مو واورېدې.»

وسله‌والو تر تښتولو وروسته دواړو بسونو ته اجازه ورکړه چې سیمه پرېږدي.

امنیتي ځواکونو د یادې لویې لارې تګ راتګ وځنډاوه او د وسله‌والو د موندلو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړل.

سرچینې وايي چې بریدګرو د ټولو مسافرو پېژندپاڼې کتلي او په ځانګړي ډول یې هغه کسان نښه کړي چې د پنجاب پته یې لرله.

هغوی د تښتونې پر مهال پر بسونو هم ډزې کړې، څو څوک له تېښتې ونه‌وځي.

د بلوچستان د ازادۍ جبهې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د دغې ډلې ویاند ویلي چې دوی دغه نهه کسان وروسته له هغه وژلي، کله چې یې د موساخېل-مختار او خجوري تر منځ لویه لاره بنده کړې وه.