کډوالي

د پخواني حکومت کارکوونکي: له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ یو

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د نږدې څلور کلنې واکمنۍ په درشل کې، یو شمېر پخواني دولتي کارکوونکي چې د طالبانو له خوا له دندو د ګوښه کېدو وروسته یې په ایران کې پناه اخیستې وه، اوس له هغه هېواده له ایستلو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې له یوه نامعلوم او اندېښمن راتلونکي سره مخ دي.

دا کسان وايي چې د پخواني نظام له سقوط وروسته ایران ته تللي وو او د ژوند د دوام لپاره یې ورځنۍ مزدورۍ ته مخه کړې وه، خو د ایران حکومت د دوی د وضعیت په پام کې نیولو پرته له هغه هېواد څخه وایستل.

د ایران حکومت سلګونه پخواني دولتي کارکوونکي له دې هېواده وایستل.

د دوی په منځ کې، صالح محمد، چې د پخواني نظام په دوره کې د بادغیس ولایت د عامې روغتیا یو کلیدي کارکوونکی و، وايي چې د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوی و او په ایران کې یې پناه غوښتې وه، او اوس په افغانستان کې د هغه لپاره د کار فرصت نشته.

هغه، چې په سیاسي علومو او ډیپلوماسۍ کې یې زده کړې کړې، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې خپل ژوند تیاره ویني.

د بادغیس اوسېدونکی، صالح محمد، وایي: «زه د سياسي علومو او ډيپلوماسۍ تحصيل‌کړی يم. په پخواني حکومت کې مې دنده لرله، خو له برطرفۍ وروسته ايران ته ولاړم او دوه کاله مې مزدوري وکړه، خو چې پر افغانانو فشارونه زيات شول، له هغه ځايه هم وشړل شوم.»

محب الله بدخشاني، د بدخشان ولایت د ترانسپورت ریاست پخوانی کارکوونکی، له ایرانه یو بل ایستل شوی کس دی. وايي چې که څه هم پریکړه یې کړې چې هیڅکله ایران ته بیرته نه ځي، خو هیواد کې هم د ناڅرګند او بې برخلیکه ډک راتلونکي سره هم مخ دی.

محب‌الله، د بدخشان اوسېدونکی وايي: «ایران له موږ سره ډېر ظلم وکړ. په خدای قسم، اسرائیل له ایران نه ښه دی. د ایران خلک ښه دي، خو حکومت یې له اسلامي اخلاقو هېڅ برخه نه لري. خدای ښه پوهيږي چې څه سختې ورځې مو تېري کړې، خو هېڅ‌چا زموږ آواز وانه ورېد.»

افغانستان ته د دغو پخوانیو حکومتي کارکوونکو جبري راستنیدلو، چې د خپل راتلونکي لپاره هیڅ روښانه لید نه لري، د بې کارۍ، نا امیدۍ او بیا کډوالۍ د زیاتوالي په اړه اندیښنې راپورته کړي دي – د هغو کسانو لپاره چې نه په خپل هیواد کې د کار ښه فرصت، او نه هم د تیښتې لپاره کومه لاره ویني .