افغانستان

د طالبانو تر ادارې لاندې له ۲۴ وزارتونو څخه، پنځه وزارتونه د ژوندي موجوداتو انځورونه نه خپروي

د طالبانو تر ادارې لاندې له ۲۴ وزارتونو څخه، پنځه یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز پر ځان عملي کړی دی.

دغو وزارتونو له رسمي وېب پاڼو او اېکس ټولنیزو پاڼو څخه د آمو موندنې ښیي، چې د طالبانو کابینه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو کې په دوه بېلو ډلو وېشل شوې دي، د بېلګې په توګه د طالبانو د پوهنې وزارت چې سرپرستي یې د حبیب الله آغا پر غاړه دی، پر خپلې اېکس پاڼې د اشخاصو انځورونه نه خپروي، خو کله چې د دې وزارت ویاند د لاسته راوړنو په اړه خبرې کوي، نو د هغه ویډیویي کلېپونه خپرېږي.

د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د قانون ۱۷مې مادې د طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي او د ژوندیو موجوداتو د انځور خپرېدو په سر یې په دوه ډلو وېشلې دي. خو په دې وروستیو ورځو کې، د طالبانو په کابینه کې د اشخاصو د څېرو د انځورونو خپرولو مخالفین ډېر شوې دي. د آمو موندنې ښیي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، عدلیې، لوړو زده‌کړو، مالیې او کور او ښار جوړولو وزارتونو، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیز پر ځان عملي کړی دی.

د طالبانو هغه وزارتونه چې د اشخاصو د انځورونو په خپرولو یې بندیز لګولی:

• د محمد خالد حنفي په سرپرستۍ، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت؛
• د عبدالحکیم شرعي په سرپرستۍ، د طالبانو د عدلیې وزارت؛
• د ندا محمد ندیم په سرپرستۍ، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت؛
• د محمد ناصر آخند په سرپرستۍ، د طالبانو د مالیې وزارت؛
• د نجیب الله حیات حقاني په سرپرستۍ د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت.

خو د طالبانو تر ادارې لاندې ۱۸ نور وزارتونه بیا د «امر بالمعروف» د قانون خلاف، د خپلو کړنو انځورونه او ویډیوګانې خپروي. څېړونکي وايي، طالبان نه یوازې دا چې د ژوندیو اشخاصو د انځورونو په خپرولو کې له یو بل سره اختلاف لري، بلکې کله ناکله د انځورونو خپرول د دوی په ګټه وي، نو له همدې امله یې د خپرولو مخنیوی نه کوي.

د آمو ټلویزیون د موندنو پر بنسټ، د طالبانو د پوهنې وزارت داسې پالیسي غوره کړې، چې پر خپلې رسمي اېکس پاڼې د اشخاصو انځورونه او ویډيوګانې نه خپروي او له دې لارې د طالبانو د امر بالمعروف قانون له اووه‌لسمې مادې تېښته کوي، ځکه د دې وزارت ویاند له خپل شخصي اېکس پاڼې د وزارت اړوند لاسته راوړنې په ویډيویي بڼه او د اشخاصو انځورونه خپروي.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرستي، حبیب‌الله آغا کوي او نوموړی یو له هغو لوړ پوړو طالب چارواکو څخه دی، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۳۰مه نېټه د ښځو او نجونو د حقونو د جدي نقض په تور، د اروپايي تولنې له بندیزونو سره مخ شو. حبیب‌الله آغا د عبدالغفار خان زوی دی او په ۱۳۳۳ هجري لمریز کال کې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

هغه په جومات او مدرسه کې زده کړې کړې او په ۱۳۵۷ کال کې د پاکستان له دارالعلوم حقانيه څخه فارغ شوی دی. د طالبانو په لومړۍ دوره کې، د کندهار ښار د ابتداییه محکمې د جزایي دیوان د رئیس په توګه پاتې شوی دی. د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، لومړی د کندهار د علماوو شورا د رییس په توګه وټاکل شو او د ۱۴۰۱ لمریز کال د سنبلې په ۲۹مه د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه خپله دنده پیل کړه.

د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست، حبیب‌الله آغا ژوندلیک

• نوم: حبیب‌الله آغا
• د پلار نوم: عبدالغفار خان
• ولایت: قندهار
• زده کړې: د دارالعلوم حقانيه فارغ
• دندې: د کندهار د علماوو شورا رییس او اوس د پوهنې وزارت سرپرست

د محمد یعقوب مجاهد په سرپرستۍ د طالبان د دفاع وزارت او د سراج الدین حقاني په سرپرستۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ګډون، د طالبانو تر ادارې لاندې اتلس نور وزارتونه د امر بالمعروف د قانون د اوولسمې مادې د مخالفینو په ډله کې راځي. د طالبانو د رییس‌الوزرا مرستیالان هر یو عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي هم د خپلو انځورونو له خپرېدو سره ستونزه نه لري، او خپله محمد حسن اخند، چې د طالبانو رییس‌الوزرا دی، هم له لوړ پوړو بهرنیو چارواکو سره د هغه د لیدنې انځورونه او ویډیوګانې خپرېږي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم، د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي، او د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني بیا د خپلو انځورونو له خپرولو سره مخالفت لري او د امر بالمعروف قانون اوولسمه ماده یې پر ځان په بشپړه توګه عملي کړې ده.