په کندهار کې د څو طالب سرچینو په ګډون باخبره سرچینو، آمو ته ویلي چې طالبانو په کندهار کې د ځمکې لاندې تونلونو جوړول پیل کړي دي.
که څه هم د دې جوړولو موخه تر اوسه روښانه نه ده، خو دوو نورو سرچینو آمو ته ویلي چې دا تونلونه ښایي د «پیسو او وسلو ساتلو» لپاره د خوندي ځای په توګه وکارول شي.
ویل شوي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده اړوند یو میلمستون هم دې تونلونو ته نږدې موقعیت لري.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
