سویلي آسیا

عمران خان: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، عمران خان، د اډیاله زندان څخه په یو پیغام کې ویلي چې له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

خان زیاته کړې چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنداپور ته یې یو څرګند پیغام لېږلی او له هغه یې غوښتي، چې په هېڅ ډول شرایطو کې باید په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې، بیا پوځي عملیاتو ته اجازه ورنکړل شي.

هغه ویلي: «ستونزې باید د سیمې د عنعنوي اصولو او دودونو له مخې، د خبرو اترو له لارې حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی هېواد دی. له هغوی سره باید اړیکې ښې شي، او ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.»

خان زیاته کړې، کله چې پوځ او ولس سره مخامخ شي، تر ټولو ډېر زیان خپله د پوځ ادارې ته رسېږي.

هغه ویلي، په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات هېڅکله هم حللاره نه وي.