د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۱۳- د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو تر ادارې لاندې له ۲۴ وزارتونو څخه، پنځه یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز پر ځان عملي کړی دی.

د دغو وزارتونو له رسمي وېب پاڼو او اېکس ټولنیزو پاڼو څخه د آمو موندنې ښیي، چې د طالبانو کابینه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو کې په دوه بېلو ډلو وېشل شوې دي، د بېلګې په توګه د طالبانو د پوهنې وزارت چې سرپرستي یې د حبیب الله آغا پر غاړه دی، پر خپلې اېکس پاڼې د اشخاصو انځورونه نه خپروي، خو کله چې د دې وزارت ویاند د لاسته راوړنو په اړه خبرې کوي، نو د هغه ویډیویي کلېپونه خپرېږي.