د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) اته غړي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د سرچینو له قوله راپور ورکړی او ادعا يې کړې، چې دغه وسلهوال هغه مهال ووژل شول چې هڅهیې کوله له کونړ ولایت څخه له افغانستانه پاکستان ته واوړي.
سرچینو زیاته کړې، چې کله امنیتي ځواکونو ته استخباراتي معلومات ورسېدل چې یوه وسلهواله ډله هڅه کوي د لوې ماموند تحصیل په غرنیو سیمو کې له افغانستان له پلوه پاکستان ته ننوځي، نو ځواکونو ژر غبرګون وښود.
سرچینو دا هم ویلي، چې تر دې عملیاتو وروسته امنیتي ځواکونو د کرښې پر سیمو څارنه او نظارت نور هم سخت کړی، ترڅو د وسلهوالو له لوري راتلونکې هر ډول نفوذ مخه ونیول شي.
که څه هم د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (آیاېسپيآر) د دې عملیاتو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، خو سیمهيیزو اوسېدونکو د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې تایید کړې دي.
د سیمهيیزو خلکو په وینا، دا نښتې څو ساعته روانې وې، چې پر مهال یې یو ماشوم هم ټپي شوی دیږ
هغوی ویلي، ټپي شوی ماشوم محمد خان نومېږي چې د عبدالروف زوی دی.