د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

سرچینې: طالبانو پکتیکا کې په زوره زده‌کوونکي او موټر چلوونکي د خپلې واکمنۍ د لمانځلو لپاره اړ کړي

له پکتیکا ولایت څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د ښوونځي زده‌کوونکي او موټر چلوونکي اړ ایستلي چې د دوی د واکمنۍ څلورمه کلیزه ونمانځي.

سرچینې وايي، چې طالبانو د زمري ۲۴مې مراسم نن د پکتیکا په مرکز کې پیل کړي دي، چې ګډون‌وال يې تر ډېره د مدرسو زده‌کوونکي او طالب وسلوال دي.

سرچینې زیاتوي، په داسې حال کې چې نن ټول ښوونځي رخصت دي، خو طالبانو پرون ځینو ښوونځیو زده کوونکو ته په جبري توګه ویلي، چې د زمري د ۲۴مې په مراسمو کې ورسره ګډون وکړي او سپین بیرغونه هم راوړي.

د سرچینو په وینا، د ښوونځیو زده کوونکو له شرمه مخونه په ماسکونو کې پټ کړي و، تر څو یې خلک ونه پیژني.

د سرچینو په خبره، ښار کې ځینې ګډۍ چلوونکو ته هم د طالب وسلوالو لخوا سپین بیرغونه په زور په لاس کې ورکړل شوي او یاد مراسمو ته بیول شوي دي.

سرچینې همد راز زیاتوي، چې د پکتیکا ولایت په ښار او ځینو ولسوالۍ کې دوکاندارنو او اوسېدونکو ته هم خبر ورکړل شوی و، چې د دوکانونو او کورونو پر سر سپین بیرغونه ولګوي.

د یادونې وړ ده، چې همدې ته ورته په نورو ولایتونه کې هم خلک په زور بالل شوي او په زور یې بیرغونه پرې لګولي دي.