د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو مشر: وزیران او کابینه دې د سرپرست کلمه نه استعمالوي

هبت‌الله اخوندزاده، د طالبانو مشر

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په یوه پیغام کې امر کړی چې د طالبانو چارواکو او کابینې ته د «سرپرست» کلمه و نه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د منځني ختیځ د مطالعاتو د انسټیټیوټ د ارزونې له مخې، د طالبانو ۹۰ سلنه مشري د یوه خاص قوم له غړو جوړه ده او د هغوی په کابینه کې هېڅ ښځه برخه نه لري.

سره له دې، هبت‌الله ویلي چې «افغانستان کې د آبادۍ او بیا رغیدو لپاره ښه زمینه مساعده شوه او وطنوالو مو له ژبني، قومي، سمتي، ګوندي، او نورو اختلافاتو څخه نجات پیدا کړ.»

نن د زمري ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه ده. تر دا مهاله روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.