بشري حقوق

ملګري ملتونه د طالب مشرانو د نیولو د حکم په اړه: موږ د جزا نړیوالې محکمې د خپلواک کار درناوی کوو

د ملګرو ملتونو ویاند، سټېفان ډوجاریک

د ملګرو ملتونو ویاند، سټېفان ډوجاریک، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د هغوی د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم په تړاو چې د جزا نړیوالې محکمې له‌خوا صادر شوی، ویلي دي چې ملګري ملتونه د دې محکمې د خپلواک کار درناوی کويږ

نوموړي په یوه تازه خبري ناسته کې د نړۍ له هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې د جزا نړیوالې محکمې خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند د یوه پوښتنې په ځواب کې وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ او ما دا خبره څو ځله کړې ده، جزایي نړیواله محکمه یو خپلواک بنسټ دی. موږ د دغه بنسټ کار او خپلواکۍ ته درناوی لرو، او له ټولو هېوادونو هم غواړو چې دغه خپلواکۍ ته درناوی وکړي. د افغانستان په تړاو، لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ تل، که له سیاسي نظره وي او که د خپلو د بشري حقونو همکارانو له لوري، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د پرلپسې او دوامدارو حقونو د نقض په اړه خپل غږ پورته کړی دی.»

د جزا نړیوالې محکمې مخکې اعلان کړی و چې د دې محکمې د ابتداییې محکمې دویمې څانګې د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د هغوی د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی او هغه هم د «بشریت ضد جنایتونو» د تورونو له امله.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشران د یوه نړیوال بنسټ له‌خوا په رسمي ډول تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.

محکمې ویلي، «قانع کوونکي دلایل» شته چې ښيي هبت‌الله او عبدالحکیم له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ واک ته رسېدلي، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو زیان‌منونکو ډلو پر وړاندې پراخ او منظم جنایتونه ترسره کړي دي.

د محکمې په وینا، دا «جنایتونه» پدې مواردو په ګډون دي: د جنسیت پر بنسټ ځورول، زنداني کول، ربړول، جبري تری تم کول، او له ازادیو او اساسي حقونو څخه منظم محرومیت.

خو طالبانو ویلي، دوی دغه بنسټ ته نه صلاحیت ورکوي او نه یې مشروعیت مني، او دا حکم بې‌اساسه او بې‌اغېزې بولي.