سیاست

د ملګرو ملتونو د مشروط تعامل پرېکړه‌لیک کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي

له طالبانو سره د مشروط تعامل په برخه کې د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک د هېواد په دننه او بهر کې له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
طالبانو د دې پرېکړه‌لیک په ځانګړې توګه له افغانستان سره د هېوادونو د مثبت تعامل په برخه کې د دې پرېکړه‌‌لیک هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه پرېکړه‌لیک یو مثبت ګام بللی دی.

خو یو شمېر هېوادوال له ملګرو ملتونو غواړي څو د تعامل لارې خپلولو پر ځای طالبان باید د خپلو کړنو ځواب ورکولو ته راوبولي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د تصویب شوي پرېکړه‌لیک لږترلږه درې مادې له طالبانو سره د مشروط او محتاط تعامل لارې پرانېزي.
په ځانګړې توګه د دې پرېکړه‌لیک ۶۱مه ماده کې چې په کې په منسجم، همغږي او جوړښتي شکل سره پر زیاتېدونکي نړیوال تعامل ټینګار شوی دی.
د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک په دې ماده کې ویل شوي له طالبانو سره تعامل د ښځو حیاتي، ماناداره، بشپړ مشارکت او پر نړیوالو ژمنو د دوی عمل پورې مشروط شوی دی.

د ملګروملتونو د پرېکړه‌لیک ۶۱مه ماده بیانوي: «د ملګرو ملتونو غړي ټول هڅوي څو خپلواکې ارزونې او اجراییوي توصیې په ځانګړې توګه نړیوال تعامل زیاتوالی په منسجم، همغږي او جوړښتي شکل سره په نظر کې ولري چې د دې لړۍ څخه هدف باید داسې یو افغانستان ته لاسرسی وي چې په خپله او ګاونډیان یې په سوله کې اووسي.»

طالبانو د ملګرو ملتونو له دې پرېکړه‌لیک په ځانګړې توګه له افغانستان سره د هېوادونو له تعامل هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه پرېکړه‌لیک یو مثبت ګام بللی دی.

یو شمېر هېوادوالو د دې پرېکړه‌‌لیک په غبرګون کې ویلي، ملګري ملتونه باید د طالبانو عادي سازي ونه‌کړي.
خو یو شمېر هېوادوال له ملګرو ملتونو غواړي څو د تعامل لارې خپلولو پر ځای طالبان باید د خپلو کړنو ځواب ورکولو ته راوبولي.

د کابل اوسېدونکې فرزانه رضايي وايي: «د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک باید طالبانو ته د تعامل او مشروعیت بخښلو لاره خلاصه نه کړي. له ملګرو ملتونو تمه لرم څو طالبان چې بشري حقونه یې نقض کړي، ځواب ورکولو ته راوبولي، او هڅه وکړي څو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو څخه سترې پټې نه کړي.»

د ښځو یو شمېر غورځنګونو هم د اعلامیو په خپرولو سره د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک په ځانګړې توګه له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د لارو چارو ارزونه غندلې ده.

یو شمېر ښځې وايي، د ښځو حقونو له رعایت پرته، طالبانو ته هر راز مشروعیت ورکول د دوی په جنایتونو کې د شرېکېدو په مانا ده.

یوه معترضه مېرمن وايي: «د ښځو له ګډون پرته د افغانستان راتلونکې په اړه هر راز خبرې اترې نه یوازې ناقص بلکې خطرناکه دي، دغه کار طالبانو ته پیغام ورکوي چې ښځې وځپي.»

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ۶۲مه او ۶۳ ماده او د ۶۷ مادییزو درې پرېکړه‌لیکونو هم له طالبانو سره د عامل لپاره زمینه برابره کړې ده.

د بیلګې په توګه په دې مادو کې په سیاسو پراخو خبرو اترو کې د طالبانو پر ګډون ټینګار شوی دی.