که څه هم په پراخه کچه داسې انګېرل کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفر بنديز د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي پلان شوی سفر اسلاماباد ته لغوه کړی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ مدعي شو چې «ځینې تشریفاتي چارې» د دې سفر د ځنډېدو لامل شوي دي.
بلخوا، د ډان ورځپاڼې د ډيپلوماټیکو سرچينو په وينا راپور ورکړی، چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه استثنايي اجازه بنده کړې وه چې ښاغلي متقي ته به يې د پاکستان سفر ته لاره هواره کړې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان په اوونيزه خبري غونډه کې، کله چې د خبريالانو له خوا د متقي د سفر د لغوه کېدو د راپورونو په اړه وپوښتل شو، وويل: «ځینې تشریفاتي چارې شته چې موږ پرې کار کوو.»
هغه همداراز څرګنده نکړه چې دا سفر به کله ترسره کیږي.
ټاکل شوې وه چې ښاغلی متقي د اګسټ په ۴مه اسلاماباد ته سفر وکړي، چې دا به د لوړې کچې اړیکو د وروستۍ سلسلې دوام وای، کومې چې د روان کال په پیل کې د پاکستان د مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د کابل له سفر وروسته پيل شوې وې. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا تودې اړیکې د چين په منځګړيتوب رامنځته شوې وې.
شفقت علی خان ویلي، د متقي د سفر لپاره هېڅ رسمي نېټه نه وه ټاکل شوې، نو د «لغوه کېدو يا ځنډېدو» خبره نه کېږي.
خو د ډيپلوماټیکو سرچينو په وينا، امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه استثنايي اجازه بنده کړې وه چې ښاغلي متقي ته به يې د پاکستان سفر ته لاره هواره کړې وه.
متقي د نړيوالو بنديزونو لاندې دی، نو د هر بهرني سفر لپاره د ملګرو ملتونو د بنديزونو د کميټې ځانګړې اجازې ته اړتیا لري. د سرچينې په وينا، واشنګټن خپله پرېکړه تر وروستي وخته وځنډوله او په پای کې يې د دې معافيت ورکولو څخه ډډه وکړه چې له امله يې سفر شنډ شو.
د امنیت شورا د مهم غړي په توګه، امریکا په ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه کې ستر نفوذ لري. دغه کمیټه د ۲۰۱۱ کال د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک له مخې پر طالبانو پورې تړلو اشخاصو او ډلو د سفر بندیزونه، د شتمنیو کنګل، او د وسلو د بندیز په څېر اقدامات اداره کوي. داسې باور شته چې امریکا د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير د پاکستان د سفر د معافيت مخه ځکه ونیوله چې د طالبانو او چين تر منځ د نږدې کېدو په اړه اندېښمنه وه.
