د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۹مه غونډه پيل شوه. ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان وضعیت و ارزول شي. دغه ناسته نن د کابل پر وخت د ماښام شپږ او دېرش دقیقې پيل شوه او د دې ناستې د خبرو محور د افغانستان وضعیت دی.
ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستۍ راپور هم وارزول شي. خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالان له ملګرو ملتونو غواړي، چې د افغانستان بشري حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.
له دې غونډې مخکې، په ملګرو ملتونو د افغانستان دایمي استازي هم پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یاددښت کې لیکلي وو، چې د دې ناستې په دوام کې به د افغانستان د سوله ییز راتلونکي په اړه به یو پرېکړه لیک هم تصویب شي.
د ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، ویلي: «تمه کېږي چې په دې ناسته کې یوه پرېکړهلیک تصویب شي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو، کرامت او ارمانونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا، او همداراز د یوه سولهییز او ټولشموله راتلونکي لپاره ملاتړ تایید کړي. افغانستان به هم په دې غونډه کې خپله اعلامیه وړاندې کړي.»
د بشري حقونو فعالان هم ټینګار کوي، چې په داسې ناستو او نړیوالو هڅو کې باید د افغانستان بشري حقونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړل شي.
له دې ټولو سره، د هېواد اوسېدونکو تل ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه هر ډول نړیواله هڅه باید د یوه ټول شموله دولت د رامنځته کېدو په محور وي او د ښځو د فعال حضور او د بشري حقونو له رعایت سره مرسته وکړي.