منځنی ختیځ

په غزه کې د اوربند هڅې نوې مرحلې ته ننوتې؛ اسراییل قطر ته پلاوی لېږي

انځور له رویترز څخه

په غزه کې اوربند ته د رسېدو لپاره هڅې یوې نوې مرحلې ته ننوتې. اسراییلو ویلي، د مذاکراتو د دوام لپاره قطر ته یو پلاوی لېږي.

دغه مذاکرات د متحده‌ایالاتو په نوښت او د نږدې ۲۱ میاشتنۍ جګړې وروسته پیل شوي دي. په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د ۶۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا وروستي وړاندیز ته د حماس د مثبت غبرګون وروسته، اسراییلو ویلي، د مذاکراتو لپاره به قطر ته یو پلاوی ولېږي.

په همدې حال کې د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، حماس د موافقې په متن کې د نه منلو وړ بدلونونو غوښتونکې ده.
ورته مهال په غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

دغه راز د غزې د روغتیايي چارواکو د راپور له مخې، لس نور کسان د خوراکي توکو د مرستو ترلاسه کولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوه فلسطینی ډاکتر او د هغه درې اولادونه په قربانیانو کې شامل دي. د اسراییلو پوځ تراوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
په رفح کې د غزې د بشردوستانه بنسټ، د مرسته رسوونکې موسسې د مرستو د وېش سیمې ته نږدې ۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه موسسه وايي، هیڅوک د اډو په شاوخوا کې په نښه شوي نه دي او د سیمې امنیت د خصوصي ساتونکو له لوري ټینګېږي. اسراییل وايي، یوازې د مستقیم ګواښ پر مهال ډزې کوي.

له جګړې، ګرمیو او لوږې ستړي خلک لا هم د مرستو د ترلاسه کولو لپاره سترې په لاره دي.

په دیرالبلح کې له سلګونو بې ځایه شویو څخه یو کس وايي، د لوږې او بندرونو تړل نور بس دي او خلک غواړي څو د جګړې د غږ په نشتون کې ویده شي.

په همدې حال کې په خان یونس کې د یوه برید له کبله دوه امریکايي مرستندویان ټپیان شوي دي او د غزې د بشردوستانه بنسټ دغه برید حماس پورې تړلی خو کره اسناد او شواهد یې نه دي وړاندې کړي. د اسراییلو پوځ دغه مرستندویان د درملنې مرکزونو ته لېږدولي دي.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د جګړې له پیل راهیسې له ۵۷زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، نیمايي وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي. ملګري ملتونه هم دغه شمېرې معتبرې بولي.