د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي، چې چین د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې په برخه کې د روسیې له اقدامه هرکلی کوي.
د ګلوبل ټایمز د راپور له مخې، نوموړې د جمعې په ورځ (چنګاښ ۱۳مه) خبریالانو ته وویل، چې بیجینګ د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې له طالبانو سره تعامل او خبرې اترې پیاوړې کوي.
روسیه د پنجشنبې په ورځ لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه وپېژاند.
آغلې ماو زیاته کړه، چې چین نړیواله ټولنه هڅوي څو د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ ملاتړ وکړي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې مرسته وکړي، او د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره مثبت رول ولوبوي.
د هغې په وینا، له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، چین او طالبان د یو بل په خاوره کې عادي ډیپلوماټیک حضور لري، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول لري.
ماو نینګ دا هم وویل، چین به د ټولو افغانانو پر وړاندې د دوستانه سیاست تعقیب ته دوام ورکړي، او له افغانستان څخه به په بېلابېلو برخو کې د تبادلو او همکاریو ملاتړ وکړي.
د چین په ګډون یوازې لږ شمېر هېوادونه د طالبانو استازي منلي او بیجینګ هم د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې خپل سفیر کابل ته لېږلی و.